په اولمپېک کې افغان لوبغاړی صمیم فیض زاده، اسټریایي سیال ته مخامخېږي

صمیم فیض زاد په کابل کې د سیاليوو په مهال

ټاکل شوې چې د پاریس په اولمپېک لوبو کې د جولای پر ۲۹ افغان جوډوکار صمیم فیض زاده له خپل اسټريايي سیال واچیدبورچا شویلي سره سيالي وکړي.

فیض زاده د هغو شپږو افغان ورزشکارانو له ډلې دی چې په روانو اولمپېک لوبو کې ګډون کوي.

تر دې مخکې د جولای پر ۲۷مه افغانې بایسکل ځغلوونکې یولدوز هاشمي د ۳۴ لوبغاړو په مینځ کې ۲۶ مقام خپل کړ.

په سږني اولمپېک کې درې ښځینه او درې نارینه افغان لوبغاړو ګډون کوي، خو د طالبانو حکومت ویلي دي چې ښځینه لوبغاړې په رسمیت نه پېژني. طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته په تېرو درو کلونو کې د ښځو پر لوبو بندیز لګولی دی.