اردغان: د فلسطین مرستې لپاره اسراييل ته ننوتلی شو

رجب طیب اردغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خبرداری ورکړی چې کېدای شي دوی له فلسطین سره د مرستې لپاره په اسراییلو ورننوځي.

نوموړي ویلي چې دوی به په اسراییلو کې هم داسې څه وکړي لکه پخوا چې یې په لیبیا او نګارنو قره باغ کې کړي وو. "موږ باید ډېر قوي و اوسو چې اسراییل په فلسطین د خندا وړ کانې ونکړي. لکه موږ چې په قره باغ ننوتو، لکه موږ چې په لیبیا ننوتو، موږ ښايي له دوی سره هم داسې وکړو."

هغه دا څرګندونې د جولايي پر ۲۸مه په خپل پلارني ښار ریز کې د خپل واکمن عدالت او پراختیا ګوند غونډې ته په وینا کې کړې دي. خو اردوغان دا نده څرګنده کړې چې په اسراییل له ورننوتلو څخه د هغه هدف څه دی؟

ولسمشر اردوغان پر فلسطین د اسراییلي عملیاتو سخت مخالف اوسېدلی دی. تر اوسه اسراييلو د اردوغان د تازه څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښوولی.