د پنجاب پولیسو د تحريک لبیک پاکستان مرستیال مشر نیولی دی

د تحريک لبیک مرستیال ظهیرالحسن د خپل مشر سعد رضوي (په منځ کې) او د يو بل ملګري سره - انځور له ارشیفه

د تحريک لبيک پاکستان (ټي ایل پي) مرستيال امير د سپریم کورټ چيف جسټس ته د ګواښ کولو په تور ونيول شو.

پولیسو پير ظهیر الحسن شاه د جولای پر ۲۹ مه د پنجاب له اوکاڑه ضلعې نیولی او نامعلوم ځای ته یې لېږدولی دی.

د پولیسو سره درج شوي رپورټ (ایف ای ار) ترمخه د ټي ایل پي نایب امیر پیر ظهیر الحسن شاه د جولای پر ۲۸ مه د لاهور پریس کلب مخې ته د احتجاج پر مهال د نفرت خورولو وینا کړې وه چې پکې یې خلک د پاکستان د سپریم کورټ چیف جسټس قاضي فیض عیسا وژلو ته هڅولي وو او هغه ته یې د مرګ ګواښ کړی وو.

د پیر ظهیر الحسن شاه پر ضد دغه مقدمه د لاهور د قلعه ګجر سنګ تاڼې د مشر (ایس ایچ او) حماد حسین په مدعیت درج کړې شوې چې پکې د ترهګرۍ ضد د قانون، د مذهبي کرکې خورولو او اعلا عدلیې ته د ګواښ کولو دفعات شامل دي. د نوموړي تر څنګ د ټي ایل پي د ۱۵۰۰ نورو کارکنانو خلاف هم دغه مقدمه درج کړل شوې ده.

ټي ایل پي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان حکومت پر دې ډلې د ۲۰۲۰ کال په اپريل میاشت کې تر خونړیو مظاهرو وروسته، چې پکې د حکومتي شمېرو له مخې اته پولیس وال وژل شوي او د پولیس په ګډون تر ۶۰۰ زیات کسان ژوبل شوي ول، بندیز لګولی وو. همداراز دا ډله یې د ناقانونه تنظيمونو په لېسټ کې یې اچولې وه او مشر یې، سعد حسين رضوي یې د عامه نظم د ګډوډۍ په تور بندي کړی وو. خو وروسته د دواړو خواوو تر مذاکراتو وروسته رضوي خوشې اوپر دې ډلې بندیز ليرې شو.