د بلوچستان په ګوادر کې بلوڅ پرلتوال وايي د پاکستان امنيتي ځواکونو یې پر ضد کاروايي کې ګڼ مشران نیولي دي خو پوځ تور پورې کوي چې پرلتوالو یې يو سرتيری وژلی دی.
پوځ د جولایي پر ۲۹مه په يوه خبرپاڼه کې دعوه وکړه چې احتجاج کوونکو د ګوادر د امنيت ساتونکو سرتيرو پرضد له تشدده کار اخیستی، یو یې وژلی او ۱۶ یې ژوبل کړي دي. خو پوځ دا نه دي ويلي چې دغو پرلتوالو څنګه او په څه شي سرتيرو ته دغه مبینه مرګژوبله اړولې ده.
دا پرلت بلوچ يکجهتي کمېټۍ د جولايي پر ۲۸مه په ګوادر کې له ولسي غونډې وروسته پيل کړی او مقصد یې د جبري لادرکيوو مخنيوی او پر خپلو وسایلو واک ترلاسه کول ښودل شوي.
د کمېټې مشرې ډاکټر ماهرنګ بلوڅې د جولای پر ۲۹مه، رسنيوو ته په لېږلې ويډيويي بیان کې حکومت د پروپېګنډې په کولو تورن کړی او زیاته کړې یې ده چې امنيتي ځواکونو پر بې وسلې او سوله ییزو پرلتوالو تشدد کړی دی.
نوموړې ویلي، "په تېرو دريوو ورځو کې زموږ نيږدې ۱۰۰۰ کسان نيول شوي. له تېرو څلورو ورځو دلته په ګوادر کې کرفيو لګېدلې ده. امنيتي ځواکونه د خلکو په کورونو چاپې وهي. دا دويم ځل دی چې زموږ پر سوله ییز پرلت له تشدده ډکه کاروايي کېږي. زموږ مشران نيول شوي دي. هر څه چې کېږي د دې ذمه واري د پاکستان پر ریاست او د بلوچستان پر حکومت راځي."
تر دې مخکې دې کمېټې دعوه کړې وه چې اېف سی ځواکونو په ډزو کې ۲ مظاهره چيان وژلي او ۱۴ یې ژوبل کړي دي خو د صوبايي حکومت ویاند شاهد رند هغه خبره رد کړې وه.
Front Line Defenders is alarmed by reports that several HRDs including Sammi Deen Baloch have been detained in Balochistan and that their locations are presently unknown.We call for their immediate release and guarantee of their safety. #BalochNationalGathering
— Front Line Defenders (@FrontLineHRD) July 29, 2024
د بلوڅو د یووالي کمېټۍ په مخکښو نیول شويو کې سمي دین بلوڅه هم ده. د بشري حقونو نړيوالې ادارې، فرنټ لاین ډيفينډرز د جولای پر ۲۹مه په يو بیان کې د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې سمي دين بلوڅه او نور نیولي فعالان دې سمدستي خوشې کړي.
په همدې حال کې د بلوچستان اعلا وزير سرفراز بګټي د جولای پر ۲۹مه په صوبايي اسمبلۍ کې د وينا په وخت وويل چې حکومت مذاکراتو ته تیار دی خو په ګوادر کې د پرلت اجازه نه ورکوي.
ده وویل، "دا زموږ حق دی. دا د حکومت حق دی چې پرېکړه وکړي چې څوک به په کوم ځای کې پرلت کوي. په هېڅ صورت له خپل دې حقه نه په شا کېږو. موږ مذاکراتو ته تيار يو خو حکومت هېڅ يوې ډلې ته د ښارونو د کنټرولولو واک نه ورکوي. موږ به د ریاست واکداري قایموو."
نوموړي زیاته کړه چې حکومت یې د اپوزشن غړو ته د دې واک ورکولو ته چمتو ته دی چې لاړ شي او د بلوڅ یووالي کمېټۍ له مشرتابه سره خبرې اترې وکړي.
میں اپوزیشن کو دعوت دیتا ہوں کہ آگ پر تیل چھڑکنے کے بجائے آئیں آپ مذاکرات کریں ، میرے دروازے آج بھی مذاکرات کے لئے کھولے ہیں۔ وزیراعلی بلوچستان سرفراز بگٹی@PakSarfrazbugti pic.twitter.com/X7cmkDxUwR
— Hayat Khan Achakzai ᴴᴷ (@HayatKhanHKA) July 29, 2024
بلخوا ډاکټر ماهرنګ بلوڅې ويلي چې د ګوادر په شمول ټول بلوچستان د دوی خپله خاوره ده، او هر ځای چې وغواړي پرلت به کوي. نوموړې په خپل ويډيو بیان کې ویلي چې تر څو یې ملګري نه وي خوشې شوي او پر لارو کې ایسار کړل شوي، لاريونوال ګوادر ته نه وي رسېدلي، خبرې نه کوي.
دا پرلتوال د حکومتي خنډونو باوجود بلوچستان له بېلابېلو سيمو، د جولای پر ۲۸مه ګوادر ته ورسېدل او هلته یې احتجاجي پرلت پيل کړ.
ماهرنګ بلوچ احتجاج کوونکو ته په وينا کې ويلي چېد جبری لادرکيوو پرضد او په صوبه کې د ټولو وسایلو واک غوښتو لپاره چې هر ځای وغواړي، جلسه کولی شي ځکه چې د ګوادر په شمول ټول بلوچستان د دوی خاوره ده.
خو د کورنيوو چارو وزیر میر ضياالله لانګو د جولای پر ۲۹مه، مشال راډيو ته وويل چې په ګوادر کې د چينايي وګړيو د اوسېدو له امله دغه ښار ډير حساس او ارزښتمن دی نو ځکه پکې د پرلت اجازه نه شي ورکولی.