په اوکراين کې د روسي پوځ په ملاتړ جنګېدونکی بل هندی وکړی وژل شوی

د فرانس پريس خبري اژانس او بي بي سي ترمخه، تر اوسه پنځه هندي په اوکراین کې وژل شوي.

يو بل هغه هندی وګړی په اوکراين کې وژل شوی چې د روسيې د پوځ په ملاتړ یې هلته په جګړه کې اخیستې وه.

د هند اين ډي ټيليويژن خبر ورکړی چې دا ۲۲ کلن سړی، روي موون نومېده چې خپلوان یې وايي په چل او فریب د روسیې په پوځ کې شامل کړل شوی وو.

د فرانس پريس خبري اژانس او بي بي سي ترمخه، نوموړی پينځم هندی وګړی دی چې په اوکراين کې د روسانو په ملاتړ د جګړې په وخت یې وژل تاييد شوي دي.

د جولای په مياشت کې د هند وزيراعظم نريندرا مودي او د روسیې ولسمشر ويلاديمير پوتين په دې سلا شوي وو چې خوا او شا ۲۰ هغه هندي وګړي به خپل هېواد ته ستنوي چې د روسیې د پوځ په ملګرتيا په اوکراين کې جنګېږي.