په کواټ کې د باران له کبله د یوې کورنۍ ۱۱ تنه مړه شوي‌

په مړو شويو کې دوه نارينه، درې ښځې او شپږ ماشومان شامل دي.

د خېبر پښتونخوا په کواټ کې یو کور ته د باران اوبو ننوتلو له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ ۱۱ کسان مړه شوي دي.

د ژغورنې ډلې وياند جواد افريدي د جولای پر ۳۰مه رسنيو ته په لېږلي بیان کې ويلي چې دا کسان د دره ادم خېلو په بازيد خېلو کلي کې د سخت باران او اوبو ډنډېدو له وجې مړه شوي.

په مړو شويو کې دوه نارينه، درې ښځې او شپږ ماشومان شامل دي.