د اسماعیل هنیه وژل کېدو ته غبرګونونه او ممکنه اغیز یې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ايران وايي د فلسطینۍ ډلې، حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعيل هنيه په تهران کې وژل شوی دی. حماس د امريکې او اروپايي ټولنې لخوا ترهګره ډله اعلان شوې. د هنیه د مرګ د څرنګوالي په اړه ډير تفصي نشته خو حماس پر ټيليګرام ويلي چې نوموړی د اسراييلو په هوايي برید کې وژل شوی او له اسراييلو یې د غچ اخیستو هوډ ښودلی. اسراييلو د هنیه د مرګ په اړه تر اوسه څه نه دي‌ويلي خو قطر، پاکستان، ايران، روسیې او ګڼو نورو هېوادونو دا وژنه غندلې او وايي دا به په غزه کې جګړه نوره اوږده کړي. په دې اړه د ګل ایاز ويډيو راپور وګورئ