موصل کې "بیت امې" ریستوران د بې وزله ښځو او یتیمانو لپاره روزګار برابروي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د عراق په موصل ښار کې "بیت امې" یا "زما د مور کور" په نوم یو ریستوران پرانیستل شوی دی. دا ریستوران د جولای پر دویمه له هغه وروسته پرانیستل شو چې په دې سیمه کې شاوخوا لس کاله وړاندې داعش ډلې خپل فعالیتونه پیل کړي وو. د ریستوران مالکې ویلي چې بې وزله ښځو او یتیمانو ته د کار فرصتونه ورکولو او د موصل ښار د پخوا په څیر خوندور ماحول بېرته راوستو لپاره یې دا ریستوران پرانیسته. د رویټرز خبري اژانس له ویډیو جوړ راپور.