د میرامشا "امن مارکېټ" سوځېدو دوکانداران زیانمن کړي دي

ځايي خلک او دوکانداران د امن مارکېټ تر سوځېدو وروسته د پېښې په ځای کې ولاړ دي - د اګست لومړۍ نېټې انځور.

د شمالي وزیرستان په میرامشا کې د اور لګېدو په پېښه کې د امن مارکېټ په نامه بازار سوځېدلی دی.

هغه مارکېټ شاوخوا یوه لسیزه مخکې تر ضرب عضب عملیاتو وروسته جوړ شوی وو. د ۲۰۱۴ز کال په عملیاتو کې د میرامشا بازار په بشپړ ډول ړنګ شوی وو.

د امن مارکېټ يو دوکاندار سليم ګل د اګست په لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې د اور لګېدو له وجې نېږدې ټول دوکانونه سوځېدلي او د خلکو د کروړونو روپیو تاوان شوی دی.

هغه زیاته کړه چې حکومت دې د اور لګېدو د پلټنو تر څنګ دوکاندارانو ته د شوي نقصان معاوضه هم ورکړي.

د بازار دوکانداران وايي، د اورلګېدو علت ورته نه دی معلوم او په دې هم نه پوهېږي چې اور خپله لګېدلی که چا اچولی دی؟

بلخوا د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر منظور اپرېدي مشال راډيو ته ويلي، د اور لګېدو تحقیقات کوي او ګوري به چې څنګه د خلکو د تاوان ازاله وشي.