قرغیزستان کې یوې ښځې په غره کې د سیلانیانو لپاره کیمپ جوړ کړی
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په قرغیزستان کې یوې ۲۱ کلنې ښځې د مرکزي اسیا د تر ټولو لوړ غره له لېنن څوکې سره نېږدې د سیلانیانو لپاره کیمپ جوړ کړی دی. هغه وايي چې له وړوکوالي راهیسې یې د داسې یو کیمپ جوړولو شوق درلود. خو ګلبوراک بېګمتایېوا دا هم وايي چې د قرغیرستان او تاجکستان پر پوله یې سفري محدودیتونو کاروبار اغېزمن کړی دی. د ازادې اروپا راډیو د خبرونو مرکزي څانګې له ویډیو جوړ رپورټ.