د اورکزیو په مرکزي روغتون کې د سهولتونو نه شتوالي ضد احتجاج شوی

د اګست پر لومړۍ احتجاجیان د اورکزیو د مرکزي روغتون مخې ته احتجاج کوي.

د اورکزیو د مېشتي مېنې (مېله هم بلل کېږي) اوسېدونکو د سیمې په روغتون کې د سهولتونو نه شتوالي او د عملې د "ناسم چلند" خلاف مظاهره کړې ده.

د اګست پر لومړۍ نېټه مظاهرچیانو غوښتنه وکړه چې حکومت دې د مېشتي مېنې په مرکزي هسپتال کې ولس ته اسانتیاوې ورکړي. هغوی د روغتون د انتظامیې خلاف شعارونه ورکړل.

مظاهرچیانو وویل چې د هسپتال انتظامیه یې د ستونزو د هواري پر ځای ورسره ناسم چلند کوي.

د مظاهرې ګډونوال او یو ځايي بلدیاتي نماینده خلیل الرحمان خلیل مشال راډیو ته وویل چې د سهولتونو نه شتوالي له امله ځايي اوسېدونکي د علاج لپاره کواټ، هنګو او پېښور ته ځي چې دا ورته ډېر ګران تمامېږي.

مظاهرچیانو وویل چې که غوښتنې یې و نه منل شي نو پرلت وهي.

د هسپتال انتظامیې د احتجاجیانو د غوښتنو او تورونو په اړه د مشال راډیو پوښتنو ته ځواب و نه وایه. خو د اورکزیو انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) طیب عبدالله مشال راډیو ته وویل چې د شکایتونو پلټنې کوي او د مسلو د هواري هڅه کوي.