د کراچۍ پولیسو تر ۴۰ زیات بلوڅ لاریونوال نیولي دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پولیسو په کراچۍ کې د بلوڅانو د یووالي (یکجهتي) کمېټۍ یوشمېر غړي او پلویان نیولي دي. هغه کمېټي د ورکو بلوڅانو د موندلو او د بلوڅانو د حقونو لپاره مبارزه کوي. د کمېټۍ غړو او پلویانو غوښتل چې د اګست پر دویمه په ګوادر کې د پرلت په ملاتړ له ارټس کونسله د خبریالانو تر مرکزه لاریون وکړي خو پولیسو یې مخه ونیوله. بلوڅ فعالان وايي چې پولیسو ورباندې تشدد کړی دی. خو د کراچۍ پولیس وايي تر ۴۰ زیات کسان یې ځکه نیولي دي چې د احتجاجي لاریون لپاره یې اجازه نه وه اخیستې او د سیند حکومت په سیمه کې د خلکو پر ورغونډېدو او جلسو بندیز لګولی دی. ویډیويي رپورټ.