کاملا هیرېس د ډیموکراټ ګوند له خوا د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره کافي رایې ګټلي

کاملا هیرېس د امریکا اوسنی مرستیاله ولسمشره ده ـ انځور له ارشیفه.

د امریکا اوسنی مرستیاله ولسمشره، کاملا هیرېس، د ډیموکراټ ګوند د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې د دې ګوند نومانده ټاکل شوې ده.

دا خبره د ‌‌ډیموکراټ ګوند ملي کمېټۍ مشر جېمي هېرسن، د اګست په دویمه کړې ده.

د رایو اچول به په انلاین ډول د اګست تر پنځمې روان وي، خو کاملا هیرېس لا دمخه اکثریتي رایې ترلاسه کړې دي. دا اعلان له هغه وروسته شوی چې د کاملا هیرېس انتخاباتي کمپاین تېره میاشت ۳۱۰ میلیونه ډالر پنګه راټوله کړې ده. دا ښيي چې د جو بایډن له ملاتړه ډډه کوونکي پنګه وال اوس له کاملا هیرېس سره ولاړ دي.

اسوشیټډ پریس لیکي چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د کاملا هیرېس مخالف امېدوار، ډونلډ ټرمپ، په جولايي میاشت کې تر ۱۵۰ میلیونه ډالره لا هم کمې پنګه راټوله کړې وه.