پولیس په مردان کې د تحریک طالبان پاکستان د ۴ وسله والو وژلو ادعا کوي

د مردان ښار یوه څنډه ـ پخوانی انځور:

چارواکي وايي، د خیبر پښتونخوا په مردان کې امنیتي ځواکونو او د ترهګرۍ مخنیوي پولیسو په ګډو عملیاتو کې څلور مشکوک وسلوال وژلي دي.

د مردان پولیس چارواکو د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې دغه عملیات د اګست په درېیمه نېټه د چوره تاڼې په حدودو کې شوي دي. هغه وویل چې وژل شوي د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوال ول خو لا هم کومې وسله والې ‌ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

له تېرې څه مودې راهیسې د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو، باجوړ، پېښور او مردان کې د امنیت وضع خرابه ده او پر امنیتي سرتېرو، سرکاري کارکوونکو، سیاستوالو، ولسي مشرانو، دیني عالمانو او ولسي وګړو بریدونه زیات شوي دي.

د جولای پر ۱۹مه د مردان د تخت بای لرغونو اثارو پر پوسته په وسلوال برید کې د پولیسو یو سرتېری ووژل شو او دوه ژوبل شول. د هغې برید ذمه واري ټي ټي پي منلې وه.

دا په داسې حال ده چې د خیبر پښتونخوا حکومت ویلي دي چې په صوبه کې د پوځي عملیاتو اجازه چاته نه ورکوي او د پولیسو او د ترهګرۍ ضد پولیسو څانګه به د وسلوالو پرضد د کاروایانو مشري کوي او پوځ به یې ملاتړ کوي.