پاکستان د هنیه د وژنې په اړه د ایران له خوا د بلل شوې غونډې ملاتړ اعلان کړ

د اسلامي همکارۍ سازمان کې د شاملو هېوادونو بېرغونه ـ انځور له ارشیفه.

پاکستان د اسلامي همکارۍ د سازمان (او ای سي) د هغې غیرمعمولي غونډې ملاتړ کړی دی چې د ایران په غوښتنه بلل شوې ده. غونډه اسماعیل هنیه د وژنې په اړه د بحث او غبرګون لپاره رابلل شوې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اګست پر درېیمه، په یو بیان کې ویلي دي چې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر اسحاق ډار خپل ایراني سرپرست سیال علي باغي کاني سره ټیلیفوني خبرې کړي دي چې پکې تهران له اسلام اباده غوښتي دي چې د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د اسلامي همکارۍ سازمان به غونډه کې ګډون وکړي.

بیان زیاتوي چې اسحاق ډار د دې غوښتنې بشپړ ملاتړ وکړ او تایید یې کړه چې پاکستان به په هغې مهمه غونډه کې په فعاله توګه ګډون وکړي.

اسماعیل هنیه د اروپا او امریکا له لوري ترهګرې ګرځول شوی ډلې حماس د سیاسي دفتر مشر وو. هغه د جولای پر ۳۱مه په تهران کې په یو برید کې ووژل شو.

ایران د اسماعیل هنیه د وژنې پړه په اسراییلو اچوي او ویلي یې دي چې دا برید د اسراییلو لخوا ترسره شوی، خو اسراییلو لا په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي.

د اسلامي همکارۍ سازمان په ۱۹۶۹ز کال کې جوړ شوی دی او دا مهال یې ۵۷ غړي هېوادونه دي. د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا په عادي حالاتو کې هر کال غونډه کوي چې پکې د اسلامي نړۍ د ګډو مسلو په اړه پکې خبرې کېږي.