د ایران انقلاب ساتونکی ځواک: اسماعیل هنیه له لنډې فاصلې څخه د ویشتل شوي راکټ برید کې وژل شوی وو

په تهران کې د هغه مېلمستون وداني چې اسماعیل هنیه پکې ووژل شو ـ انځور له ارشیفه.

د ایران اسلامي انقلاب ساتونکی ځواک (سپاه پاسداران) ویلي دي چې د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، سیاسي مشر اسماعیل هنیه له لنډې فاصلې څخه د ویشتل شوي راکټ په برید کې وژل شوی وو.

هغه ځواک د برید پړه پر اسراییلو اچولې او امریکا یې د حملې په ملاتړ تورنه کړې ده. خو اسراییلو لا رسماً څه نه دي ویلي او امریکا دا تور رد کړی او وايي چې د حملې په اړه یې هېڅ خبر نه لاره.

انقلاب ساتونکي ځواک په یو بیان کې ویلي چې د اسماعیل هنیه د پاتې کېدو ځای په نخښه کولو لپاره اووه کېلوګرامه باردوي سرګلوله لرونکی راکټ کارول شوی دی.

په بیان کې راغلي چې پلټنې ښيي چې راکټ د جولای په ۳۱مه په تهران کې د هنیه پر استوګنځي د لګېدو پر مهال درانه زیانونه اړولي دي.

البته په بیان کې دا معلومات نه شته چې برید چا کړی، توغندی په کوم ځای کې جوړ شوی وو او له کوم ځایه ویشتل شوی وو.

اسماعیل هنیه د ولسمشر مسعود پېزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته تللی وو. په بیان کې د برید د غچ اخیستنې خبره هم تکرار شوې ده.