د چارسدې ۲ اوسېدونکي ولې په هدیره کې بوټي نهالوي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

امداد الله او میا اصغر شاه، چې په پښه معذوره دی، د خیبر پښتونخوا د چارسدې اوسېدونکي دي او له ۲۰۱۸ز کال راهیسې په هدیره کې ونې، بوټي کښېنوي. امداد الله وايي، په لومړي ځل یې ۱،۲۰۰ بوټي کښېنولي ول چې ډېری یې د اوبو نه شتوالي له وجې وچ شول خو وروسته ورته یوې ناحکومتي ادارې هلته د اوبو پمپونه جوړ کړل. خو دوی ولې په هدیره کې ونې، بوټي نهالوي؟ ځواب یې د عظمت علي شاه په ویډیو کې.