نتنياهو: له ايران او د هغوی له لاسپوڅو ډلو سره په جګړه بوخت یو

د اسراييلو وزيراعظم بېنيامېن نتنياهو د اګست پر څلورمه د کابينې غوڼډې ته ویلي‌ چې هیواد یې له ایران سره په جنګ دی.

د اسراييلو وزيراعظم بېنيامېن نتنياهو ويلي، هېواد يې وار له مخه له ايران او د هغه له نيابتي ډلو سره په څو جبهو کې پر جګړه بوخت دی.

نوموړي دا خبره پرون (د اګست څلورمه) د اسراييلي کابينې يوې غوڼډې ته په وينا کې کړې.

دا په داسې حال کې ده چې امريکا او متحدين يې تياری نيسي چې پر اسراييل د يوې ځوابي حملې، چې تمه يې لرل کېږي، دفاع وکړي او په ترڅ کې يې په سيمه کې د يوې لا زياتې تباه کوونکې شخړې مخه ونيسي.

تېره اونۍ په ايران کې د حماس د يوه جګپوړي قوماندان او سياسي مشر اسماعيل هنيه وژنه د دې لامل شوه چې په غزه کې تر شاوخوا ۱۰ مياشتنۍ جګړې وروسته حالت لاپسې پېچلی شي.

امريکا او اروپايي ټولنه حماس يوه ترهګره ډله بولي. تهران او ملګرو يې د هنيه د وژنې پړه پر اسراييل اچولې او د غچ اخيستلو دړکه يې کړې ده. بلخوا حماس ويلي چې د نوي مشر د انتخاب لپاره يې بحث پيل کړی دی.