په عراق کې د امریکايي پوځ پر مرکز برید شوی دی

دا په انبار صوبه کې د عین الاسد په نامه هغه پوځي اډه ده چې اوس هم ځینې امریکايي پوځیان پکې پاتې دي. (انځور: ارشیف)

په منځني ختیځ کې د اګست پر پنځمه له هغه وروسته د شخړې اندېښنې زیاتې شوې چې امریکايي چارواکو په عراق کې پر پوځي اډه د ایران ملاتړ لرونکو وسله والو لخوا په راکټي برید کې د یو شمیر امریکايي کارکوونکو د ټپي کېدو پخلی وکړ.

امریکايي چارواکو زیاته کړې چې د اګست پر پنځمه په عین الاسد هوايي اډه کې پر امریکايي او اېتلافي ځواکونو مبینه راکټي برید شوی دی. د برید، مرګ ژوبلې او زیانونو په اړه لا تراوسه پوره معلومات مخې ته نه دي راغلي.

د ایران په لاس پوڅو ډلو کې یوه چې عراق میشتې ملیشه ده، له هغې څو ورځې وروسته یې په انبار صوبه کې د حملې کولو ویلي وو چې په عراق کې د امریکا په هوايي برید کې لږ تر لږه څلور ایران پلوه سختدریځه کسان ووژل شو.

په انبار سیمه کې اوس هم ځینې امریکايي پوځیان پاتې دي. په دې ورستیو کې د ایران ملاتړ لرونکو ډلو له ځنډه وروسته پر امریکايي پوځیانو بیا راکټي بریدونه پیل کړي دي. دوی ظاهراً غواړي چې واشنګټن ته له اسراییلو سره د نیږدې اتحاد له وجې سزا ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ښايي چې ایران یا د هغوی یوه لاس پوڅي ډله په تهران کې د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه له وژنې وروسته غچ واخلي. امریکا او اروپايي اتحادیې حماس یوه ترهګره ډله ګرځولې ده. اسماعیل هنیه د جولای پر ۳۰مه په تهران کې په یو برید کې وژل شوی وو.