په صوابۍ کې د تحريک انصاف زرګونو پلويانو جلسه کړې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د تحريک انصاف (پي ټي‌ای) او ملګرو ګوندونو غړيو د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې جلسه کړې ده. په جلسه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم خبرې وکړي. د اګست پر پينځمه شوې دې جلسه کې ګډونوالو غوښتنه وکړه چې حکومت دې د پي ټي ای ګرفتار مشران او غړي‌خوشې کړي او نور دې نه نیسي. د تحريک انصاف مشرانو د ويناوو په وخت ګواښ وکړ چې که د ملګرو د نیولو سلسله یې ونه درېدله نو احتجاجونه به پراخه کړي. حکومت تر اوسه په دې اړه تازه څه نه دي ويلي خو مخکې یې ويلي وو چې د تحريک انصاف مشران د درغليوو په قضيو کې بندیان دي او پر ضد یې کوم سیاسي سازش نه دی شوی. په دې اړه د عظمت علي شاه ويډيو راپور وګورئ.