د بنګلا دېش مظاهره چیان غواړي محمد یونس د لنډمهاله حکومت مشر شي

د بنګلا دېش نوبیل جایزه ګټونکی ډاکټر محمد یونس د ۲۰۲۲م کال د نومبر پر اتمه په ویانا کې د وینا پر مهال.

په بنګلا دیش کې د مظاهرو تنظیمونکي یو مرکزي مشر، ناهید اسلام د اګست پر شپږمه وویل چې نوبیل جایزه ګټونکی محمد یونس دې د دې هېواد د لنډمهاله حکومت مشر وټاکل شي.

ناهید اسلام پر يوټيوب خپاره کړي ويډيو پېغام کې زیاته کړې چې محمد یونس هم د زده کوونکیو مشرانو ته ویلي دي چې هغه "د لنډمهاله حکومت د مشر په حېث خدمت کولو ته تیار دی". محمد یونس له ډیر وخت راهیسې د حسینه واجد مخالف پاتې شوی دی خو تر اوسه یې د لنډمهالي حکومت د مشرۍ په اړه کوم بیان مخې ته نه دی راغلی.

دا په داسې حال کې ده چې له څو اونیو راهیسې تر روانو قهرجنو مظاهرو وروسته د بنګلا دیش وزیراعظمې شیخ حسینه واجد د اګست پر پنځمه استعفا ورکړه او له هېواده ووته.

په دغه هېواد کې په سرکاري نوکریو کې د برخې یا کوټې په سر د حسینه واجد د حکومت پرضد له تیرو څو اونیو راهیسې د زده کوونکیو په مشرۍ مظاهرې روانې وې. په دې مظاهرو کې په ورستیو څو ورځو کې تشدد هم رامنځ ته شو او ګڼو کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته. حسینه واجد شاوخوا ۱۵ کاله د بنګلا دیش وزیراعظمه وه.