د نوبېل انعام ګټونکی محمد یونس د بنګلادېش د لنډمهالي حکومت د مشر په توګه نومول شوی

محمد یونس په اېټالیا کې یوې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.

د نوبېل جایزې ګټونکی محمد یونس د بنګلادېش د لنډمهالي حکومت د مشر په توګه نومول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې وزیراعظمې شیخ حسینې واجد د اګست پر پینځمه د زده کوونکو په مشرۍ تر سخت ځپل شوي پاڅون وروسته استعفا ورکړه او هېواد یې پرېښود.

ځايي رسنیو د اګست پر شپږمه ناوخته وویل چې ولسمشر محمد شهاب الدین د زده کوونکو او د هېواد د درېواړه پوځي قواوو له مشرانو سره تر غونډو وروسته د ۸۴ کلن یونس نوم غوره کړ.

د زده کوونکو مشرانو ویلي دي چې غواړي چې محمد یونس دې د لنډمهالي حکومت مشر شي او د یونس یو ویاند ویلي چې هغه دا خبره منلې ده.

د نوبېل جایزې ګټونکی محمد یونس اوسمهال د درملنې لپاره په پاریس کې دی او تمه ده چې ژر پلازمېنې ډاکې ته ستون شي.

په همدې حال کې پاکستان د "بنګلادېش له خلکو سره یووالی" ښوولی دی. د بهرنیو چارو وزارت د اګست پر اوومه په بیان کې ویلي دي چې پاکستان په هغه هېواد کې د وضعیت "ژر عادي کېدو په هیله" دی.

په بنګلادېش کې له جولای راهیسې د سرکاري نوکریو د کوټې یا پکې د برخې ځانګړې کولو پر سر پراخ لاریونونه روان ول.

ناقدانو ویل چې په سرکاري ملازمتونو د برخې ځانګړې کولو پروژې د پخوانۍ وزیراعظمې حسینه واجد د ملاتړیو بچیو ته ګټه رسوله نو ځکه یې پرضد مظاهرې روانې وې. نوموړې په جنورۍ کې له "واقعي مخالفت پرته" په څلورم پرله پسې ځل انتخابات وګټل او واکمنه شوه.

خو چې په تېرو اوونیو کې د بنګلادېش په پلازمېنه ډاکه او نورو ښارونو کې د مظاهرو پر مهال تاوتریخوالی او د اخ و ډب پېښې خورا زیاتې شوې او لسګونه مظاهرچیانو ته مرګژوبله واوښته نو هغوی د وزیراعظمې د استعفا غوښتنه هم وکړه.

د اګست پر څلورمه په هغه هېواد کې په خونړیو مظاهرو کې لږ تر لږه ۹۰ کسان ووژل شول چې په غبرګون کې یې د اګست پر پینځمه ګڼ مظاهرچیان د وزیراعظمې د کور ترڅنګ د چارواکو په دفترونو او ودانیو ورغلل.