امریکايي مرکز کې ښځې له سپیو سره یوځای یوګا کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د امریکا په کیلېفورنیا کې د ښځو لپاره یو ځانګړي مرکز دا نوښت کړی دی چې هلته ورتلونکې له سپیو سره یوځای یوګا کوي. یوګا د بدني، ذهني او نفسیاتي یا رواني ورزشونو مجموعه ده چې د رواني ناروغیو یو ډول علاج هم بلل کېږي. هغه مرکز ته ورغلې ښځې وايي، په نورو ځایونو کې به یې په یوګا کولو زړه تنګېده خو هلته ډېر ښه احساسوي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.