اسراییلو د حماس د نوي سیاسي مشر د ختمولو ژمنه کړې ده

یحیا سنوار په غزه کې د خپلو پلویانو د نعرو ځواب ورکوي - پخوانی انځور.

اسراییل د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د نوي سیاسي مشر یحیا السنوار د ختمولو ژمنه کړې ده.

ګومان کېږي چې سنوار پر اسراییلو د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر اوومې هغو حملو اصلي طراح دی چې له وجې یې په غزې تړانګه کې د اسراییلو او حماس ترمینځ جګړه پیل شوه چې اوس ۱۱مې میاشتې ته داخله شوې ده.

د اسراییل د پوځ مشر جنرال هېرڅي هلېوي ویلي دي چې سنوار پیدا کوي او برید ورباندې کوي.

د نوموړي په خبره، له دې سره به حماس مجبور کړي چې ځان ته بل مشر ولټوي.

د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د اګست پر اوومه په یوه پوځي اډه کې د وینا پر مهال وویل چې هېواد یې د ځان دفاع ته ژمن دی.

دا په داسې حال کې ده چې حماس د خپل پخواني سیاسي مشر اسماعیل هنیه تر وژنې وروسته یحیا سنوار د ډلې نوی سیاسي مشر غوره کړ.

۶۲ کلن هنیه د جولای پر ۳۱مه سهار وختي په تهران کې په یو برید کې ووژل شو. ایران د هغه د وژنې پړه په اسراییلو اچوي خو اسراییلو لا په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

د نوموړي د جنازې لمونځ د اګست پر لومړۍ نېټه د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي په امامت کې وشو.