ذيشان جنت ګل وايي په ۸ کلنۍ کې يې سندرې ويل پيل کړي ول

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو ځوان سندرغاړی ذيشان جنت ګل دی. نوموړی د يوې هنري کورنۍ دی او وايي په اته کلنۍ کې یې له خپل پلار سره پر سټېج سندرې ويل پيل کړي ول. ۲۴ کلن جنت ګل زياتوي چې په پېښور کې خپله اډيو سټوډيو لري او ترڅنګ يې د پښتو موسيقۍ د پرلیکه یا انلاین خپراوي کاروبار هم کوي. د نوموړي د هنري کارونو په اړه یې خبرې او ځينې سندرې په خپرونه کې اورېدای شئ.