د بنو د نرسانو د روزنې کالج نجونو ولې احتجاج وکړ؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د اګست په اتمه دغو نجونو د احتجاج پر مهال تور پورې کړ چې د هاسټل نارینه کلرک عارف نواز هغوی ته سپک کتلي او یوې نجلۍ ته یې لاس اچولی دی. دوی وویل، د هاسټل دغه مسوول تن نورې نجونې هم په ورته ډول ځورولې. د احتجاج پر مهال د هاسټل نرسانو غوښتنه وکړه چې کلرک دې له دندې لرې کړل شي. د بنو ایډیشنل ډیپټي کمیشنر ایاز خان او پولیس چارواکو د اګست په نهمه مشال راډیو ته وویل چې د کلرک عارف نواز دنده یې ځنډولې ده او پلټنې یې پیل کړې دي. د مشال راډیو خبریال راپور راکوي.