فعالان: حکومت د مذهبي ډلو د فشار له وجې اقلیتونه له احتجاجه منع کړي دي

د اګست پر اتمه فعالان په کراچۍ پریس کلب کې خبري غونډې ته وینا کوي.

د لږکیو د حقونو فعالان وايي چې د سیند حکومت ورته د اګست پر ۱۱مه په کراچۍ کې د مذهبي اقلیتونو د ملي ورځې په مناسبت د لاریون اجازه نه ورکوي.

دوی د اګست پر اتمه په کراچۍ کې د خبري غونډې پر مهال مشال راډیو ته وویل چې صوبايي حکومت ورته د اګست پر لومړۍ نېټه اجازه ورکړې وه خو اوس یې د مذهبي ډلو د فشار له وجې ورته ویلي چې لاریون نه شي کولای.

د سیند حکومت لا د فعالانو د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو د کراچۍ د کمېشنر دفتر یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا کار یې د امنیتي دلایلو پر اساس کړی دی.

د مسیحیانو او هندوانو د حقونو فعالانو د اګست اتمې خبري غونډې ته وویل چې سږ کال په پاکستان کې پر لږکیو د تشدد او په زور د نجونو د مذهب بدلولو او ودولو خورا زیاتې پېښې شوې دي نو ځکه به هرومرو لاریون کوي.

د پاکستان حکومت وايي چې د ایین له مخې د ټولو وګړو حقونه مساوي دي او په زور د مذهب بدلولو او نجونو د ودولو مخنیوي ته ژمن دی.