امریکا د اوکراین لپاره د ۱۲۵ میلیونه ډالرو نورې مرستې اعلان کړې

د امریکا ولسمشر جوبایډن له اوکرایني سیال وولادیمیر زیلېنسکي سره د ۲۰۲۴م کال د جون پر ۱۳مه په اټالیا کې د لیدو پر مهال.

امریکا د اوکراین لپاره په داسې وخت کې د ۱۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت نورې پوځي مرستې منظورې کړې دي چې د یاد هیواد ځواکونو د روسیې په خاوره کې ناڅاپي برید ته دوام ورکړی دی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د اګست پر نهمه خبریالانو ته وویل، د مرستې دا پیکيج به زموږ د کلکې ژمنې څرګندونه کوي ځکه چې دوی د روسیې د تیري په وړاندې جګړې ته دوام ورکوي."

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل چې دا مرستې به د زیرمو څخه اخیستل کیږي او "د هوایي دفاع مداخله کونکي، د راکټ سیسټمونو لپاره مهمات، توپخانې، څو راډارونه، او د ټينکونو ضد وسلې شاملې دي."

هغه وویل چې دا سامانونه به له اوکرایین سره مرسته وکړي چې خپل سرتیري ، خپل خلک او ښارونه د روسیې له بریدونو خوندي کړي او د لومړۍ کرښې په اوږدو کې خپل صلاحيتونه پیاوړي کړي.