امریکا ۲ ایرانیان او یو پاکستانی د تهران وسلو پروګرام په ملاتړ تورن کړي دي

ایران د اوږدې مودې راهیسې د وسلو او اېټمي توغندیو په جوړولو کار کوي ـ پخوانی انځور.

د امریکا انصاف وزارت دوه ایرانیان او یو پاکستانی وګړی د تهران د وسلو له پروګرام سره په مادي ملاتړ تورن کړي دي.

وزارت د اګست په اتمه په خپله ویب پاڼه په یوه اعلامیه کې دوه ایراني وروڼه شهاب میرکازي او یونس میرکازي او پاکستانی محمد پهلوان د ایران د وسلو پروګرام ته د مادي ملاتړ په چمتو کولو تورن کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو بل پاکستانی وګړی اصف رضا مرچنټ د امریکا په خاوره د یوه امریکایي سیاستوال او نورو چارواکو د وژلو د دسیسې جوړولو او ایران سره د اړیکو لرلو په تور نیولی دی.

په دې اړه د اګست پر نهمه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ د یو خبري کانفرانس پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د پاکستان قونسلګرۍ ته هغو پاکستانیانو ته لاسرسی ورکړل شوی دی. د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې نوموړې زیاته کړه چې د اصف مرچنټ د قضیې د جزیاتو شریکولو په اړه لا هم د امریکا چارواکو ته انتظار باسي.

زهرا بلوڅ وویل چې کله د امریکايي چارواکو څخه معلومات ترلاسه کړو، نو هله به په دې اړه خپل غبرګون وښيو.

د امریکايي چارواکو په وینا، محمد پهلوان د هغو څو کسانو په ډله کې وو چې د صومالیا په سواحلو کې د امریکايي ځواکونو له خوا د عملیاتو پر مهال نیول شوی وو. په داسې حال کې چې اوس مهال شهاب او یونس په تیښته کې دي، پهلوان د امریکا په زندان کې دی او محاکمې ته انتظار باسي. که د عدالت لخوا ورباندی جرم ثابت شي، نو پهلوان، شهاب او یونس درې واړو ته د ټول عمري بند سزا ورکړل کېدی شي.

ایران د اوږدې مودې راهیسې د وسلو او اېټمي توغندیو په جوړولو کار کوي، چې د امریکا او نورو هېوادونو لپاره لویه اندېښنه ده. امریکا پر هغو کسانو بندیزونه لګوي چې د ایران د وسلو پروګرام سره مرسته کوي، ځکه چې امریکا دا پروګرام د نړیوال امنیت لپاره خطرناک بلي. بندیزونه لګول د دې لپاره دي چې ایران ته د وسلو او اړوندو موادو رسونه محدوده شي.