د افغانستان په ۵ ولایتونو کې د پولیو واکسیني کیمپېن پیل شوی دی

په هرات کې روغتیايي کارکوونکې ماشوم ته د پولیو ضد څاڅکي ورکوي ـ پخوانی انځور.

د افغانستان په پینځو ولایتونو کې د پولیو څلور ورځنی واکسیني کیمپېن پیل شوی دی.

د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت د اګست پر ۱۰مه په خبرپاڼه کې ویلي د کیمپېن پر مهال په کابل، هېلمند، زابل، اوروزګان او هرات کې ۲.۴ مېلیونه ماشومان واکسینوي.

د طالبانو حکومت له خلکو غوښتنه کړې چې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکو ټولو ماشومانو ته څاڅکي ورکړي.

پولیو رنځ له نورې نړۍ ختم شوی خو افغانستان او پاکستان یوازیني هېوادونه دي چې وایرس یې پکې لا هم شته دی. په پاکستان کې د روان ۲۰۲۴ز کال له پیل راهیسې ۱۳ ماشومان پولیو وهلي دي.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.

روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري.

دوی زیاتوي چې د دې لپاره اړینه ده چې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان باید هر ځل د کیمپېن پر مهال واکسین شي.