ګڼو خلکو د لاهور پر هوايي ډګر د ارشد ندیم هرکلی کړی دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ګڼو خلکو د پنجاب د لاهور پر هوايي ډګر د پاریس په اولمپېک سیالیو کې د سرو زرو مېډال (تمغې) ګټونکي لوبغاړي ارشد ندیم هرکلی کړی دی. نوموړی چې د اګست پر ۱۱مه تر نیمې شپې وروسته پاکستان ته ورسېد نو په سلګونو خلکو ورته په نعرو ښه راغلاست وویل. نېزه ویشتونکي ندیم د اګست پر اتمه د هند نیرج چوپړا ته په ماتې ورکولو د سره زرو انعام ترلاسه کړ. نوموړي خپله نېزه ۹۲.۹۷ میټره لیرې وویشته او رېکارډ یې هم جوړ کړ. نور په ویډیويي رپورټ کې.