د جوزجان کروندګر: د خراب بازار له وجې د خټکيو کښت کم شوی دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان د شمالي ولایت جوزجان کروندګر وايي د خراب بازار او صادراتو (برامداتو) کمېدو له وجې یې د خټکيو (خربوزو) کښت او پیداوار کم شوی دی. دوی وايي، د ناسم مدیریت له وجې د خربوزو بیې کمې شوې دي او اوس صادرېږي هم نه. کروندګر وايي، همدا لامل دی چې له اقتصادي مسلو سره مخامخ دي. خو د طالبانو حکومتي چارواکي وايي چې کروندګرو د مشکلاتو هوارولو او د خربوزو د صادراتو زیاتولو هڅه کوي. د اسوشيېټېډ پرېس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.