پولیس وايي وسلوالو پېښور کې یوه ښځه او د هغې ۴ بچي وژلي دي

په پېښور کې پولیس د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.

د پېښور پولیس وايي، د هغه ښار په شاپور سیمه کې "ناپېژانده کسانو" یوه ښځه او د هغې څلور بچي وژلي دي.

د پېښور د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي محمد حسیب د اګست ۱۰مې تر پېښې وروسته د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې وسلوالو هغه ښځه، د هغې درې لوڼه او زوی وژلي او تښتېدلي دي.

بیان وايي چې د وژل شویو کسانو مړي یې د معاینې لپاره روغتون ته لېږدولي دي.

د پېښور دوو پولیس چارواکو، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د اګست پر ۱۱مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې لومړنۍ پلټنې ښيي چې هغوی د شخصي دښمنۍ له وجې وژل شوي دي.

پولیس زیاتوي چې په پېښه کې یې د ککړو کسانو لټون پیل کړی دی.