زیلېنکسي: غرب دې اوکراين ته د وسلو په ورکولو محدودیت ختم کړي

د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زیلېنکسي - انځور له ارشیفه

د اوکراین ولسمشر ولادیمير زیلېنسکي د پلازمېنې کییف پر ولسي سیمو د روسیې د تازه برید غندنه کړې ده.

نوموړي په عین وخت کې پر خپلو لویدیځوالو اتحادیانو غږ کړی چې په روسیه کې دننه د دوی له خوا د ورکړل شویو وسلو پر استعمال لګېدلي محدودیتونه ليرې کړي. دا لومړی ځل دی چې ولسمشر زیلېنسکي په لومړي ځل په غیرمستقیمه توګه دا منلي چې ځواکونه یې د پولې هغې خواته د روسیې په کرسک سیمه کې عملیات کوي.

نوموړي د اګست پر ۱۱مه پر ایکس پاڼه لیکلي چې روسیان د داسې وسلو پر استعمال هیڅ جغرافیايي محدودیتونه نه لري. هغه زیاته کړې چې د جګړې له لومړیو ورځو یې د هیواد ټولې برخې د روسیې د برید تر خطر لاندې دي.

ولسمشر زیلېنسکي لیکلي چې که د اوکراین په اوږده واټڼ کې د هدف ویشتلو وړتیاوې محدودې نه وای نو دا جګړه به خامخا محدوده شوې وای. هغه پر مخ لیکلي چې دوی به د دې عادلانه پای رانيژدې کړي.