وسله والو د بلوچستان د پنجګور ډيپټي کمېشنر وژلی دی

په بلوچستان کې له يوه وسلوال بريد وروسته پوليسو د پېښې ساحه کلا بنده کړې ده ـ پخوانی انځور

د بلوچستان په مستونګ سيمه کې وسلوالو د پنجګور ضلعې مرستیال کمېشنر ذاکر بلوڅ وژلی او د ضلعي چېرمېن عبدالمالک صالح بلوڅ په ګډون يې دوه کسان ژوبل کړي دي.

د قلات کمېشنر نعیم بازي د اګست پر ۱۲مه ناوخته مشال راډیو ته وويل چې د ذاکر بلوڅ پر ګاډي د همهغې ورځې پر ماښام هغه وخت ډزې وشوې کله چي نوموړی له کراچۍ څخه د کوټې پر لور روان وو.

د نوموړي په خبره، تر پېښې سمدستي وروسته پولیس او سرحدي عسکر د پېښې ځای ته رسېدلي او پلټنې يې پيل کړې دي.

د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو د بلوچستان اعلا وزير مير سرفراز بګټي پر اېکس پاڼه په يو خپور شوي بيان کې د دې بريد تور پر بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) پورې کړی دی.

نوموړي زياته کړې ده چې د دې بريد "غچ" به اخلي. خو دغې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو بي اېل اې د اګست پر ۱۳مه رسنیو ته په استولي بیان کې پر بلوڅ له حملې څخه لاتعلقي اعلان کړې ده. هغې وسلوالې ډلې ویلي دي چې "پوځ او حکومت هغه برید له بي اېل اې سره تړل غواړي،" چې دوی یې "ردوي."

بلخوا د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف پر ذاکر بلوڅ د بريد غندنه کړې ده. د پاکستان حکومت پر اېکس پاڼه ليکلي چې نوموړي اړوند چارواکو ته لارښوونه کړې چې په بريد کې ژوبلو کسانو ته دې بهترينه طبي اسانتياوې ورکړي.