اېمل ولي خان وايي د بابړې پېښې په اړه دې تحقیقات وشي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د عوامي نیشنل ګوند (اې اېن پي) مشر او سېنېټر اېمل ولي خان وايي د بابړې پېښې په اړه دې څېړنې وشي. هغه دعوه کړې چې په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان له جوړېدو راهیسې "تر نن ورځې پورې پښتانه په دې هېواد کې محفوظ نه دي". د عوامي نیشنل ګوند سیاستوالان او پلویانو د هر کال په څېر دا ځل هم د چارسدې په بابړه کې د ۱۹۴۸ کال د خونړۍ پېښې پر یادګار ګلونه کېښودل او او وژل شویو ته یې دعا وکړه. دغه کال د اګست پر ۱۲مه د هغه وخت د شمال مغربي سرحدي صوبې، چې اوس خیبر پښتونخوا بلل کېږي، حکومت په بابړه کې د خدايي خدمتګارانو پر احتجاجیانو ډزې وکړې او په سلګونو کسان یې ووژل. په هغه وخت کې د مسلم لیګ خان عبدالقیوم خان پر صوبه واکمن وو او د پاکستان بنسټګر محمد علي جناح د هېواد ګورنر جنرل وو. په دې اړه د عظمت علي شاه ويډيو راپور وګورئ.