کېرن ډېکر وايي د طالبانو له بند څخه د امریکایي  وګړو خوشې کول يې لومړۍ دنده ده

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېیره (ناظم الاموره) کېرن ډېکرد یوې غونډې پر مهال ـ انځور له ارشيفه

د افغانستان لپاره د امریکايي سفارت شارژدافېیره (ناظم الاموره) وايي چې د طالبانو له بند څخه د امریکایي وګړو خوشې کول د امريکا د سفارتي ماموريت لومړۍ دنده ده.

کېرن ډېکر د اګست پر ۱۲مه پر اېکس پاڼه لیکلي چې هغوی به "هېڅکله" د ریان کوربیټ، محمود حبیبي او جورج ګلیزمن له خپلو کورنیو سره "د بیا یوځای کولو لپاره له خپلو هلوځلو" لاس په سر نه شي.

تر دې یوه ورځ وړاندې، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ ویلي وو چې د درو امریکایي وګړو د ازادولو او خپلو کورنیو ته د هغوی د بېرته استولو لپاره هلو ځلو ته دوام ورکوي، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اګست پر ۱۱مه اریانا نیوز ټېلېويژن ته وویل چې اوسمهال یوازې دوه امریکایي وګړي په افغانستان کې بندیان دي او دوی غواړي چې دا دوه تنه په امريکا کې له بندي افغانانو سره تبادله کړي.

نوموړي زياته کړه چې د محمود شاه حبیبي په نوم هېڅوک له طالبانو سره بندي نه دی. حبیبي چې افغان الاصله امریکایی دی، په افغانستان کې د تېر جمهوریت پر مهال د ملکي هوایي چلند د ادارې سرپرست پاتې شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د پلټنو فېډرالي ادارې (اېف تی اې) د اګست پر ۱۲مه اعلان وکړ چې په افغانستان کې د محمود شاه حبیبي د ورکېدو په اړه معلومات غواړي. حبيبي د ۲۰۲۲ کال له اګست میاشتې راهیسې له کابل څخه تري تم کړل شوی دی.

اېف ای اې په یوه بیان کې ویلي چې حبیبي د طالبانو له‌ خوا توقیف شوی او له ورکېدو راهیسې یې د هغه غږ نه‌ دی اورېدلی. دغه اداره وايي، چې د حبيبي د بېرته راستنېدو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.