امريکا وايي کېدای شي ايران یا لاسپوڅي يې پر اسراييلو برید وکړي

د اسراييلو سرښار تل ابیب - انځور له ارشيفه

امريکايي چارواکي وايي له هغو استخباراتي ارزونو سره موافقه ده چې وايي کېدای شي ايران او يا يې په منځني ختيځ کې لاسپوڅي پر اسراييلو برید وکړي.

د امريکې چارواکو د اګست پر ۱۲مه وويل چې کېدای شي دغه بريد په همدې اونۍ کې ترسره شي. البته امريکا ايران ته خبرداری ورکړی چې له دې حملې کولو ډډه وکړي.

د امريکا د ملي امنيت وياند جان کربي خبريالانو ته وويل چې امريکايي ولسمشر جوبايډن د مهمو غربي اتحادي هېوادونو له مشرانو سره پر حالاتو خبرې کړي او ويلي یې دي چې واشنګټن دا راپورونه جدي اخلي چې کېدې شي ايران د اسماعيل هنيه د بدل اخستو لپاره ډېر زر په اسرايلو بريد وکړي.

هنيه چې د امريکا او اروپايي اتحاديې لخوا د ګرځول شوې ترهه ګرې ډلې حماس سياسي مشر وو ، د جولای پر ۳۱ مه په تهران کې ووژل شو. ايران د نوموړي د وژنې تور په اسرايل لګوي او د ده د بدل اخستو هوډ يې څرګند کړی دی. خو اسراييلو په دې اړه څه نه دي ويلي.