کوټه: بمي چاودنو کې ۱ کس وژل شوی، ۷ ژوبل دي

په بلوچستان کې په دا وروستيو ورځو کې بمي چاودنې او بريدونه زيات شوي دي ـ پخوانی انځور

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د اګست پر ۱۳مه په دوو جلا جلا بمي چاودنو کې لږ تر لږه يو کس وژل شوی او اووه نور ژوبل شوي دي.

لومړۍ چاودنه د کوټې ښار په مرکزي سيمه لياقت بازار کې هغه مهال وشوه چې ګڼ خلک په سودا اخيستلو بوخت ول.

د کوټي د پولیسو په وینا، دا چاودنه د هغو دوکانونو مخې ته وشوه چې د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د هغه هېواد بيرغونه او نور اړونده توکي پکې پلورل کېدل.

په هغه چاودنه کې اووه کسان ژوبل شول چې يوه يې په روغتون ساه ورکړه.

تر دې وړاندې، ناڅرګنده وسلوالو د کوټې په سرياب سيمه کې پر یو سکول د لاسي بم بريد وکړ چې په نتيجه کې يې د سکول ساتونکی سربېرن ژوبل شو.

تر دواړو چاودنو وروسته پوليس او سرحدي ځواکونه د پېښو ساحو ته رسېدلي او پلټنې يې پيل کړې دي خو تر اوسه يې په پېښه کې ککړ کسان نه دي نيولي.

له پاکستانه د ازادۍ لپاره جنګېدونکې بلوڅ وسله والې ډلې، بلوچ لېبریشن ارمي په یوه خبرپاڼه کې د د دغو بمي بريدونو ذمه واري منلې ده.

تر دې يوه ورځ وړاندې، د اګست پر ۱۲مه د کوټې په سټېلايټ ټاوڼ سيمه کې ناڅرګنده وسلوالو د پوليسو پر يو ګرځنده ګاډي لاسي بم بريد کړی وو چې له امله يې د يوه ماشوم په ګډون اته کسان ژوبل شوي ول.

د هغه بريد مسوليت هم لا چا نه دی منلی. خو د بلوچستان اعلا وزير مير سرفراز بګټي د اګست پر ۱۳مه په يو بيان کې دعوه کړې چې دا بريدونه بلوڅ بېلتونپالې ډلې کوي چې د هغه په وينا، هدف يې د خپلواکۍ د جشن دستورې کمرنګې کول دي.