روسیو چارواکو بېلګورود سیمه کې بیړنی وضعیت اعلان کړی دی

روسي پولیس په بېلګورود کې له یوې امنیتي پوستې سره پهره کوي - د اګست ۱۲مې انځور.

په داسې حال کې چې اوکراینیو ځواکونو د روسیې په کورسک سیمه کې خپلو حملو ته دوام ورکړی دی روسیو چارواکو په بېلګورود سیمه کې بیړنی وضعیت اعلان کړی دی.

د سیمې والي ویاچېسلاف ګلادکوف د اګست پر ۱۴مه وویل پر ټېلېګرام په بیان کې ویلي دي چې په "بېلګورود سیمه کې وضعیت لا هم سخت او ترینګلی دی."

ده ویلي، "اوکرایني ځواکونه هلته هره ورځ بمباري" کوي چې پکې "کورونه ړنګ شوي او ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده."

تر دې مخکې د بېلګورود چارواکو د اوکراین او کورسک سیمې پولو ته له نېږدې ولسوالیو څخه د زرګونو ملکیانو د ایستلو اعلان کړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې مسکو په کورسک، بېلګورود او برېیانسک سیمو کې د "ترهګرۍ ضد عملیاتو" اعلان کړی دی.

په همدې حال کې د روسیې د دفاع وزارت د اګست پر ۱۴مه وویل چې له پلازمېنې مسکو څخه یې څو سوه کېلومیټره لیرې د جنوب لویدیزې وورونېژ سیمې په فضا کې ۳۷ اوکراینۍ بې پیلوټه الوتکې "ویشتلې" دي.