د جنوبي وزیرستان د بدر سیمې مشران وايي حکومت دې هلته امن پر ځای کړي

په جنوبي‌ وزیرستان کې تر دې وړاندې هم په وار وار د امن پر ځای کولو لپاره جرګې شوې دي. (انځور: ارشیف)

د جنوبي وزیرستان په بدر سیمه کې ځایي مشرانو په یوه جرګه کې له حکومته د امنیت پر ځای کولو غوښتنه کړې ده.

د اګست پر ۱۶مه په شوې جرګه کې د ځایي مشرانو وینا وه چې که حکومت یې د امنیت په اړه غوښتنې ونه منلې نو پراخ احتجاجونه به پیلوي.

د جرګې یو مشر ملک عصمت الله مشال راډیو ته وویل چې په بدر کې پوځ د وسلوالو خلاف عملیات وکړل خو زیاتره تاوانونه پکې عام ولس ته ورسېدل.

نوموړی وایي چې د وسلوالو خلاف په عملیاتو کې زیاتره وخت ځایي خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه رسیږي او نور دغه نشي زغملای.

د جرګې مشران تور پورې کوي چې د عملیاتو پر مهال د عامو خلکو کورونه په توغندیو ویشتل شوي دي او اوس خلک له بدر او ځینو نورو سیمو په کډه کولو مجبوره دي.

بلخوا پوځي چارواکو لا هم په دې اړه څه نه دي ویلي خو له سیمې د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړي اصف خان تېره ورځ مشال راډیو ته وویل چې دی به د سیمې د ولس اندېښنې له پوځي او انتظامي چارواکو سره شریکوي.