اسراييلي برید د لبنان په جنو ب کې لږ تر لږه ۹ کسان وژلي دي

د لبنان له خاور پر اسراییلو توغول شوی توغندی په هوا کې د په نښه کېدو پر مهال. (انځور: ارشیف)

اسراييلو د لبنان په جنو ب کې په النبطيه نومې ښار کې د اوسېدو پر يوه ودانۍ بريد کې لږ تر لږه ۹ کسان وژلي او پينځه نوریې ټپي کړي دي.

دا خبر د لبنان حکومتي خبري اژانس اېن اېن اې د اګست په ۱۷ مه ورکړی دی. بلخوا اسرايلي پوځ ویلي چې په بريد کې يې د وسلو هغه ګودام په نښه کړی چې د حزب الله د وسله والو په استعمال کې وو.

په وروستيو اونيو کې په سيمه کې له هغه وروسته ترنګلتيا زياته شوې چې په تورن ډول حزب الله د جولای پر ۲۷مه په يو راکټي بريد کې ۱۲ ماشومان او کم عمره ځوانان د اسراييلو تر ولکې لاندې ګولان غرونو کې ووژل.

اسراييلو د دې په ځواب کې د بېروت په مضافاتو کې د حزب الله يو لوړ پوړی قومندان وژلی وو. اسراييلو هم د بريد تور پر حزب الله پورې کړی او ويلي يې دي چې د ايران ملاتړې دې ډلې ته به سخت ځواب ورکوي، خو حزب الله په بريد کې له لاس لرو څخه انکار کړی دی.

دې برید په سيمه کې د شخړې لا پراخېدو وېره پیدا کړې چې پکې په غزه کې د اسراييلو د جنګ له امله تاوتريخوالی وار له مخه زیات دی.

د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه له هغه وروسته پیل شوې وه چې د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګر ګرځول شوي حماس د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر اسراییلو بې ساري برید کړی وو.

له هغه راهیسې په ورانه جګړه کې په لسګونه زره کسان وژل شوي او په محاصره شوې ټوله سيمه کې يې په پراخه کچ بشري ناورین رامینځ ته کړی دی.