د اوکراین ولسمشر وايي د روسیې په کورسک سیمه کې خپلې پوستې پیاوړې کوي

د اوکراین ولسمشر وولادیمير زیلېنسکي. (انځور: ارشیف)

د اوکراین ولسمشر وولادیمير زیلېنسکي د پولې هغې خوا ته د روسیې په خاوره کې د یو ستر برید تر پیلولو وروسته ويلي دي چې د دوي ځواکونه د روسیې په کورسک سیمه کې د خپلو پوستو د پیاوړي کولو په حال کې دي.

ولسمشر زیلېنسکي د اګست پر ۱۷مه پر ټیلیګرام په خپاره کړي‌ بیان کې ویلي چې د اوکراین د پوځ لوړپوړي قوماندان الکساندر سیرسکي په کورسک سیمه کې د اوکرایني ځواکونو د پوستو د پیاوړي کولو رپورټ ورکړی دی.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت، اوکراین د دې هېواد د کورسک سیمې په ګلوشکوف ښارګوټي کې د یوه مهم پله له منځه وړلو لپاره د امریکا له لوري د جوړ شوي توغندي په کارولو تورن کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په پایله کې یو شمېر هغه رضاکاران وژل شوي چې د عامو وګړو په اېستلو کې یې مرسته کوله. د یاد وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د اګست په ۱۶مه ناوخته پر ټیلیګرام لیکلي وو چې په لومړي ځل په کورسک سیمه کې د لوېدیځ جوړ توغندي ښايي د امريکا هېمارس کارول شوي دي. د نوموړې دغه ادعا په خپلواکه توګه نه شي تاییدېدای.