بلېنکن: په غزه کې د اوربند مذاکراتو لپاره پرېکنده شېبه رارسېدلې

بلېنکن د خبري غونډې په مهال - انځور له ارشیفه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن ویلي دی چې په غزه کې د اوربند کولو لپاره یوه مهمه او پرېکنده شېبه رارسېدلې ده.

اینتني بلېنکن د اګست پر ۱۹مه دا خبره د واشنګټن د هغو هڅو په دوام کړي چې غواړي د اسراييلو او حماس ترمینځ د اوربند تړون په کولو سره جګړه پای ته ورسوي او یرغمل کسان خوشي کړي.

بلېنکن دا مهال په اسراييلو کې دی. نوموړي د هغه هېواد له وزیراعظم بنیامین نتنیاهو سره تر ليدو وړاندې یې د اسراييلو له ولسمشر اسحاق هرزوګ سره وليدل او د اوربند په هڅو يې ټينګار وکړ.

امريکا، قطر او مصر د مینځګړيو په توګه د دواړو غاړو ترمینځ د غير مستقيمو خبرو اترو لړۍ پیل کړې ده. د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا د ترهګر ګرځول شوي‌ حماس ترمينځ له هغه راهیسې جګړه روانه ده چې دې وسلوالې ډلې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو بې ساري برید کړی وو.

له هغه راهیسې په روانه جګړه کې په لسګونه زره کسان وژل شوي او په محاصره شوې ټوله سيمه کې يې په پراخه کچ بشري ناورین رامینځ ته کړی دی.