چارواکي وايي په بلوچستان کې ۵ موندل شوي مړي د افغانانو دي

په بلوچستان کې د ایران - پاکستان سرحدي سیمه (انځور له ارشیفه)

په بلوچستان کې چارواکي وايي په چاغي کې د ۵ وژل شويو کسانو مړي د افغانانو دي چې له طالب چارواکو ته یې د سپارلو په اړه خبرې کوي.

د بلوچستان د چاغي پولیسو مشر، حسین لهړي د اګست پر ۱۸مه مشال راډيو ته وويل چې دا کسان د تېرې جمعې ورځ په داسې حال کې موندل شوي وو چې مړي یې د بجلۍ له ستنو راځوړند کړل شوي وو.‌ د هغه په وينا، دوی ته معلومه شوي چې وژل شوي کسان روزي خان، رحمت الله، سميع الله، اغا ولۍ او سردار ولي نومېږي چې د افغانستان د هلمند د لشکرګاه اوسېدونکي دي.

لهړي زیاته کړه چې دغه افغانان د بلوچستان په ګردي ځنګل کې اوسېدل خو د مړو ترلاسه کولو لپاره یې کورنيوو کومه رابطه نه ده کړې. د هغه په خبره په کوټه کې به د افغانستان په قونصلګرۍ کې له طالب چارواکو سره د مړو د سپارلو په اړه خبرې کوي.

تېره اونۍ له ایرانه د سیستان - بلوچستان صوبې د ازادولو لپاره جنګېدونکې وسله والې ډلې جیش العدل په يوه ويډيو کې دغه کسان ښودلي وو. پر دوی تور پورې شوی وو چې د هغې ډلې یو قوماندان، مراد نوتیزی یې وژلی دی. دغه ډله د پاکستان او ايران د پولې پر خوا او شا سیمو کې فعالیت لري.