ايران د ۲ افغانانو په ګډون ۸ کسان په دار ځړولي

یو ایرانی پولیس د خلکو د ځړولو تیاری کوي - انځور له ارشیفه

د بشري حقونو دوو ډلو خبر ورکړی دی چې د ایران په دوو زندانونو کې د اګست پر ۱۹مه اته کسان په دار ځړول شوي دي.

په ایران کې د بلوڅ لږکۍ له بشري حقونو پر سرغړونو نظر لرونکي سازمان حالوش ویلي چې د مرکزي ښار یزد په زندان کې درې بلوڅان او دوه افغان وګړي په دار شوي دي. د دوی په وینا، پر دې کسانو د وژنو او ناقانونه نشي موادو درلودلو تور وو.

بل پلو د ناروې په اوسلو کې مېشت د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي چې د شیراز په ښار کې درې تنه په ورته تور کې په دار ځړول شوي دي. د بشري حقونو دې سازمان ویلي چې ایران سږ کال تر اوسه لږ تر لږه ۳۷۶ کسانو ته پانسۍ ورکړې دي.