بلېنکن: اسراييل د اوربند په وړاندې خنډونو ليرې کولو په موخه يو وړانديز منلی

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن د اسراییل له وزیر اعظم بینیامین نېتنیاهو سره د لیدو پر مهال. (انځور: ارشیف)

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن ويلي، اسراييل د اوربند په وړاندې د پرتو خنډونو ليرې کولو او په غزه کې د يرغمال کسانو خوشې کولو په موخه يو وړانديز منلی دی.

نوموړي پر حماس هم غږ کړی چې دا وړانديز ومني. خو د امريکا او اروپايي ټولنه له خوا ترهګر ګرځول شوي حماس لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي چې ایا دا وړاندیز مني‌ او که نه؟

ايسوشيېټېډ پرېس اژانس ليکي، بلېنکن دا څرګندونې د اګست پر ۱۹مه د اسراييلو د سفر پر مهال د هغه هېواد له وزيراعظم بېنيامېن نتنياهو سره ترڅه باندې دوه ساعته ملاقات وروسته کړې دي.

انتوني بلېنکن البته و نه ويل چې د جنګ بندۍ په وړانديز کې ايا د حماس لخوا بيان شوې اندېښنې په پام کې نيول شوي او يا دا چې د اسراييل د هغو غوښتنو احاطه پکې شوې چې وايي د غزې دننه د دوو راهداريو کنټرول دې ترلاسه کړي؟

حماس د اسراييلو دا غوښتنې د نه منلو وړ بللې دي.

دا په داسې حال کې ده چې امريکا، مصر او قطر له تېرو څو مياشتو راهيسې د اسراييلو او حماس ترمينځ د يوې لوظنامې هڅې کوي، خو هر ځل خبرې ناکامه شوې دي.