د طالبانو حکومت د اصف دراني هغه څرګندونې رد کړې چې ترهګرې ډلې ښايي له افغانستانه بل لوی برید وکړي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره. (انځور: ارشیف)

د طالبانو حکومت د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني هغه څرګندونې رد کړې دي چې وايي، ترهګرې ډلې ښايي د افغانستان له خاورې یوبل لوی برید وکړي.

اصف دراني څو ورځې مخکې په یو بحث کې ویلي وو چې د افغانستان وضعیت هومره کړکېچن دی چې ښايي له‌دې هېواده پر امريکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې حملې ته ورته حمله وشي.

خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد د اګست پر۲۰مه پر ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان د امنیتي او اقتصادي وضعیت په اړه د اصف دراني څرګندونې بې لارې کوونکې دي او د افغانستان له وضعیت سره سمون نه‌ لري.

حافظ ضیا احمد وايي، د طالبانو حکومت په افغانستان کې داعش ډله ځپلې ده، خو دی زیاتوي چې که له ډیورنډ کرښې هاخوا د داعش پټن‌ځایونه له‌ منځه ولاړ شي، نو د دې ډلې له‌ خوا پېښ ګواښونه به هم په بشپړ ډول له‌ منځه ولاړ شي.

ضیا احمد وايي، هغه اندېښنې چې دراني د افغانستان په اړه څرګندې کړي تر ډېره په پاکستان پورې اړه لري. د طالبانو د حکومت او اسلام‌ اباد ترمنځ اړیکې په پاکستان کې د تحريک طالبان پاکستان د فعالیتونو له کبله ترینګلي شوې دي.