خبریال ایندری کوزینچېک له ۱۰۰۰ زیاتې ورځې د بیلاروس زندان کې تیرې کړې

د ایندری کوزینچېک د ۲۰۱۸ز کال انځور

ایندری کوزینچېک چې د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو د بیلاروس څانګې سره کار کوي، وار له مخې یې له ۱۰۰۰ زیاتې ورځې په زندان کې تیرې کړې دي.

نوموړی د ۲۰۲۱ز کال د نومبر پر ۲۵مه په مینسک کې خپل کور ته نږدې د سایکل چلولو پر مهال نیول شوی وو. د ۲۰۲۲ز کال په مې کې څرګنده شوه چې هغه د "افراطي سازمان په جوړولو یا ګډون" تورن شوی دی.

د ۲۰۲۲ ز کال د جون پر اتمه د بیلاروس چارواکو ایندری کوزینچېک په شپږ کاله بند په داسې حال کې محکوم کړ چې د محاکمې جریان یې یوازې څو ساعته دوام وکړ. نوموړی دا مهال د نواپولاتڅک د سختو یا شاقه کارونو په کاونۍ کې ساتل شوی دی.