د يوې خونې ښوونځی: رفيعه له ۲۴ کلونو راهیسې نجونو ته درس ورکوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښين د برښور سيمې په يوه کلي کې د ماشومو نجونو يو داسې سرکاري سکول شته چې خپله ودانۍ نه لري او له تېرو ۲۴ کلونو راهيسې يوه ښوونکې په يوه شخصي خونه کې زده کوونکو ته درس ورکوي. د پوټي عيسازي کلي دغه ښوونځي ته له درو کليو ماشومې نجونې له لومړي تر پينځم ټولګي پورې د دزدکړو لپاره ورځي چې هېڅ ډول بنيادي اسانتياوې نه لري. د پوهنې ځايي چارواکي وايي چې ودانۍ نه لرونکو ښوونځيو ته يې د خېمو ورکول پيل کړي دي. ويډيو رپورټ